نړۍوال بانک ویلي چې نوی حکومت کولی شي د افغانستان اقتصاد وژغوري
نړۍوال بانک ویلي چې نوی حکومت کولی شي د افغانستان اقتصاد وژغوري
سرچینه کاږي چې په افغانستان کې امنیت تامین شوی دی، طبیعي سرچینو ته لاسرسی اسانه شوی، سوداګرو او خیریه بنسټونو ته د کار زمینه برابره شوې، نو له همدې امله دا ټول امکانات شته چې افغانستان له اقتصادي سقوط وژغوري، خو یوازې د نوي حکومت اقدامات مهم دي.
(2022 / 4 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان حکومت کولی شي افغانستان له اقتصادي سقوط وژغوري. نړیوال بانک په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې وضعیت او امکاناتو ته په کتو که د افغانستان نوی حکومت وغواړي کولی شي دغه هېواد له اقتصادی سقوط وژغوري.
سرچینه کاږي چې په افغانستان کې امنیت تامین شوی دی، طبیعي سرچینو ته لاسرسی اسانه شوی، سوداګرو او خیریه بنسټونو ته د کار زمینه برابره شوې، نو له همدې امله دا ټول امکانات شته چې افغانستان له اقتصادي سقوط وژغوري، خو یوازې د نوي حکومت اقدامات مهم دي.
د نړیوال بانک په خبره که نوی حکومت د نړیوالو غوښتنو ته درناوی ولري او اقتصادي منابع په شفافه او سمه توګه مدیریت کړي او په دې تړاو نړیوالو ته ډاډ ورکړي نو د اقتصادي سقوط د مخنیوي پوره امکانات شته دی.
نړیوال بانک وایي د نړیوالې ټولنې په غوښتنو کې د بشري حقونو رعایت، د نجونو د زده کړو او کار حق درناوی او نور هغه موارد شامل دي چې د افغانانو په ګټه دي.