لۀ درې ورځني ځنډ وروسته پۀ ټول افغانستان کې پولیس ټرافیک خپلو دندو ته راوګرځېدل

0
94

لۀ درې ورځني ځنډ وروسته پۀ ټول افغانستان کې پولیس ټرافیک خپلو دندو ته راوګرځېدل

څو ورځې وړاندې چې کله طالبانو پۀ ټول افغانستان ولکه ټینګه کړه، ټولو دولتي ملکي مامورینو ته یې وویل چې خپلو دندو ته دې راوګرځي.

 

د افغانستان د ټولو ولایتونو تر نیول کېدو وروسته تېره ورځ د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوې اعلامیې پۀ لوستلو سره وویل چې ټول ملکي ښځینه او نارینه مامورین دې خپلو دندو ته راوګرځي، دۀ وویل چې دوی ژمن دي د خلکو ته د چوپړتاوو پۀ موخه لۀ ولس سره ګډ کار وکړي.

دا پۀ داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې طالبانو د پراخو حملو پۀ پایله کې د افغانستان نوي سلنه خاوره تر خپل واک لاندې راوسته، د درې ورځو لپاره د ملکي ادارو پۀ ګډون ټولې دولتي ادارې تړلې وې چې اوس طالبان غواړي د پخوا پۀ څېر هر څۀ عادي کړي او خلک خپلو دندو ته دوام ورکړي، تېره ورځ د ننګرهار، هرات، بلخ او نورو ښارونو پولیس ټرافیک دندو ته راوګرځېدل او سهار د کابل ښار ټرافیکو خپلې دندې د ښاري نظم او د موټر د کنترول لپاره خپلې دندې بېرته پیل کړې.

 

 

Leave a reply