وزیراعظم شهباز شریف د سندهه په دوره تللې

0
165

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم محمد شهباز شريف په خپل اولني يو ورځني دوره صوبايي پلازمينې کراچۍ ته رسېدلی دی.
د پاکستان نوي ټاکل شوي وزيراعظم شهباز شریف په ځانګړې الوتكه کې د سندهه صوبې ته رسیدل دې او مهمو شخصیتونو سره ی کتنه کړې ده.
د سندهه وزيراعلي سيد مراد علي شاه او نورو مشرانو د وزيراعظم شهباز شريف هركلې وكړو٬ په دې موقع وزیراعظم پاکستان سره د مسلم ليګ (ن) مشر شاهد خاقان عباسي او مريم اورنګزېب او مفتاح اسماعيل هم موجود وو

د فيصل ائير بيس نه د سندهه وزيراعلي سيد مراد علي شاه وزيراعظم په هيلي کاپټر کښې مزار قائد ته ورسولو.
د وزيراعظم ميا محمد شهباز شريف سره د پاکستان پيپلز پارټۍ او متحده قومي موومينٽ پشمول د اتحادي ګوندونو مشران هم مزار قائد ته رارسيدلي دي، وزيراعظم شهباز شريف مزار قائد ته د ګلونو ګيډۍ کېښودې او فاتحه يې وکړه او د میلمنو په کتاب کې ی لیکنه هم وکړه.

Leave a reply