اسلام آباد د سپینې ماڼې بیان هرکلې کړې دې

0
226

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم هاؤس دوزيراعظم شهباز شريف وزیراعظم جوړیدو څخه پس دسپينې ماڼې د بيان هرکلى کړى دى.
د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي چې مونږ د پاكستان سره د امريكې د اوږدې مودې د تعلقاتو د تجديد هركلې كوو، زمونږ نوے حكومت د امريكې سره د رغنده او مثبتو اړيكو د پراختيا په لټه كښې دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په سیمه کې د سولې، امنیت او پرمختګ لپاره له امریکا سره د مثبتو اړیکو د پراختیا غوښتونکی یو، مونږ له امریکا سره د مهمو اړیکو د نور ژورولو غوښتونکي یو.
په بیان کې راغلي چې مونږ غواړو له امریکا سره خپلې اړیکې د برابرۍ پر اصولو، د متقابلو ګټو پر بنسټ ژورې کړو.

Leave a reply