کورنیو چارو وزارت ویلي چې د نشه یي توکو پر ضد جدي مبارزه کوي 

0
187

کورنیو چارو وزارت ویلي چې د نشه یي توکو پر ضد جدي مبارزه کوي 

له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د خلکو او په ځانګړې ډول کروندګرو مرسته مهمه بللې او ويلي يې دي چې ولس دې له حکومت سره د اعتياد د پديدې په له منځه وړلو کې همکاري وکړي.

 

(2022 / 4 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د کورنیو چارو وزارت مرستيال ويلي، چې د نشه يي توکو د کښت او کاروبار د مخنيوي په برخه کې د ا.ا د اميرالمؤمنين د فرمان پليتابه ته ژمن دي او په دې برخه کې يې له نورو ادارو سره په همغږۍ کار پيل کړی دی.

له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د خلکو او په ځانګړې ډول کروندګرو مرسته مهمه بللې او ويلي يې دي چې ولس دې له حکومت سره د اعتياد د پديدې په له منځه وړلو کې همکاري وکړي.

هغه بزګرانو ته د بديل کښت د برابرولو ژمنه هم کړې ده. په هېواد کې په پراخه کچه د نشه يي توکو کښت او کاروبار د دې سبب شوی چې په ميليونونو کسان پر دې توکو روږدي شي.

که څه هم په تېرو شلونو کلونو کې د دې پديدې د مخنيوي ډيرې هڅې وشوې خو د پام وړ پايله يې نه درلوده. د افغانستان د ا.ا امير المؤمنين په وروستيو کې د يو فرمان له لارې د دې توکو پر کښت، پېر، پلور، توليد او قاچاق کلک بنديزونه ولګول.

Leave a reply