د پاکستان نوي حکومت له امریکا سره د ښو اړیکو د ټينګښت غوښتنه کړې

د پاکستان نوي حکومت له امریکا سره د ښو اړیکو د ټينګښت غوښتنه کړې
پاکستان دغه څرګندونې په داسې مهال کوي چې پرون د سپینې ماڼۍ ویاندې پاکستان په سیمه کې د امریکا د ګټو لپاره یو مهم هېواد وباله او له نوي حکومت سره یې د دوه اړخیزو اړیکو د دوام غوښتنه وکړه.
(2022 / 4 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان نوي حکومت په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې له امریکا سره د ښو او د دواړو هېوادونو پر ګټو ولاړې اړیکې غواړي، څو وکولای شي په سیمهییزه کچه امن او ثبات رامنځته کړي.
پاکستان دغه څرګندونې په داسې مهال کوي چې پرون د سپینې ماڼۍ ویاندې پاکستان په سیمه کې د امریکا د ګټو لپاره یو مهم هېواد وباله او له نوي حکومت سره یې د دوه اړخیزو اړیکو د دوام غوښتنه وکړه.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي ویلي چې امریکا په پاکستان د کوم ګوند ملاتړ نه دی کړی او یوازې له حکومت سره خپلې اړیکې پالي.
د پاکستان او امریکا اړیکې وروسته له هغې خړې پړې شوې چې مخکیني لومړي وزیر عمرانخان پر امریکا تور پورې کړ چې د حکومت د نسکورېدو لپاره یې دسسې روانې کړې دي.





