وزیراعظم هاوس ته د نوي افسرانو بدلي شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کې د وزیراعظم په دفتر کښې د نوې ټیم جوړولو لپاره تیارۍ روانې دي او په دې لړ کښې په بیوروکریسي کښې د نوي افسرانو مقررولو او بدلولو لړۍ هم پیل شوې ده.
د خېبرپښتونخوا حکومت د شلم درجې ډي آئي جي همايون بشير تارړ بدله کړې او د هغه خدمات ايف آئي اے ته سپارلې شوي دي او د نولسم درجې چوهدري محمد علي رندھاوا چې په پنجاب حکومت کې ی دنده ترسره کوله وزیراعظم هاوس کې په دنده لګول شوې دې.
د دې نه علاوه د ګلګت بلتستان حکومت کښې د ګريډ 19 پوسټ سمير احمد سيد هم منتقل کړے شوے دے او د هغه خدمات د وزيراعظم دفتر ته سپارلې شوې دي۔
د وفاقی تعلیم ډویژن سیکشن افسر وسیم احمد د وزیراعظم آفس د ډپټی سیکرټری په حیث تعینات شوی دی.اسټيبلشمنټ ډويژن د تبادلو نوټيفيکيشن هم جاري کړے دے۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *