میدان وردګ – سیمنار کې پولیسو ته مهمې سپارښتنې شوي

میدان وردګ – سیمنار کې پولیسو ته مهمې سپارښتنې شوي
په دغه سمینار کې امنیه قومندان شیخ مولوي محمدشریف حلیمي ګډونوالو ته لازم هدایات او سپارښتنې وکړې، د دوی کار ته یې د نظام د ستنې ارزښت ورکړ؛ په وینا یي، تاسو به نظام د معنویت په لحاظ ثابت ساتئ، نوموړي یاد آمرین وهڅول، تر څو پولیسو ته له خلکو سره د ښه سلوک او نېک چلند روحیه ورکړي.
(2022 / 4 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د میدان وردګو ولایت امنیه قومندانۍ د عقیدتي او ولسي پولیسو مدیریت لخوا د ولسوالیو امنیه قومندانیو، قطعاتو، جز اوتامونو او محبس آمرینو ته یو ورځنی سمینار جوړ شو.
په دغه سمینار کې امنیه قومندان شیخ مولوي محمدشریف حلیمي ګډونوالو ته لازم هدایات او سپارښتنې وکړې، د دوی کار ته یې د نظام د ستنې ارزښت ورکړ؛ په وینا یي، تاسو به نظام د معنویت په لحاظ ثابت ساتئ، نوموړي یاد آمرین وهڅول، تر څو پولیسو ته له خلکو سره د ښه سلوک او نېک چلند روحیه ورکړي.
د غه راز د یادې ادارې مدیر مولوي ضیاءالحق حسان دوی ته هدایت وکړ، تر څو د مجاهدینو د روزنې سربیره په هره ولسوالۍ کې د خلکو د ستونزو معلومولو او اورېدلو په پار ولسي شوراګانې جوړې کړي او له دې لارې د ولس ستونزې حل کړي.
هېره دې نه وي، چې په یاد سمینار کې د (۱۱۹) وړیا شمیرې اړوند هم معلومات ورکړل شول، چې د همدې شمېرې له لارې خپلې ستونزې د ولسي پولیسو له عمومي ریاست سره شریکې کړي.





