دعا کوم چې زما خاوند شهباز شریف د غریب عوام لپاره کار وکړي: تهمینه دراني

تهمینه دراني : فایل فوټو
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د نوي ټاکل شوي وزیراعظم شهباز شریف د میرمن او خاتون اول تهمینه دولتانه بیان په رسنیو کې نشر شوې دې.
رسنیو سره خبرو کې خاتون اول ویلي دي چې له ميا محمد شهباز شريف سره يې له واده ١٩ کاله تېر شوي دي او په دې موده کې يې له ده نه زيات غریب نواز، هر څه ته کتونکې او يوه ثانيه آرام نه کوونکې په توګه لیدلې دې.
هغې دا هم په ډاګه کړه چې تر هغه چې د پنجاب اعلی وزیر و، ما سره به ډیر کم میلاویدل، هغه به د خلقو په کارونو کې ډیر بوخت وو. هغې اوویل چې شهباز شريف باندې د الله تعالى فضل دے، هغه ته هيڅ بادشاهي نه ده راغلې خو یو يو لوئ كار او ذمه واري ورکړل شوې ده. هغې اوویل چې زه دعا كوم چې هغه خپله دنده په ښه توګه ترسره كړي او د غريبانو لپاره كار وكړي۔






