که لنډ وخت لپاره وي یا اوږد وخت لپاره خو مونږ ځواب ورکوونکي یو: د شهباز شریف میرمن او خاتون اول بیان

باغي ټي وي رپورټ
د نوي ټاکل شوي لومړي وزير شهباز شريف مېرمن او لومړۍ مېرمن(خاتون اول) تهمينه دراني د خپل خاوند شهباز شریف د سوګند پورته کولو په مراسمو کې د نه ګډون لامل په ډاګه کړې دې.
په یوه تازه مرکه کې کوربه له تهمینه دراني څخه د لوړې په مراسمو کې د نه ګډون لامل وپوښت، کوربه ورته وویل چې ته په مراسمو کې نه وې. تاسو په لاهور کې وې؟
په ځواب کې تهمینه دراني په لنډه توګه وویل: “زه فکر نه کوم چې د سوګند په مراسمو کې د ګډون لپاره د دومره ډېرو خلقو کې زما هم اړتیا وه، هغې زیاته کړې چې میا ته چې زما اړتیا وی نو زه ضرور ورځم.
تهمینه دراني د خبرو په دوام کې کوربه ته وویل، چې تاسو ماته مبارکي راکړله ، بلکې ډېرې دعاګانې هم ورسره وکړئ، ځکه چې په دې وخت کې زمونږ هیواد په یو سخت حالت کې دې او دا غر نه یوازې د میا صاحب په اوږو بلکې زما پر اوږو هم پروت دې. هغې وويل که مونږ د لنډ وخت لپاره راغلي یو يا د اوږدې مودې لپاره، خو مونږ ذمه وار او ځواب ورکوونکي یو.





