د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو بې اعتبار ترین پاسپورټ وګڼل شو
د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو بې اعتبار ترین پاسپورټ وګڼل شو
د یادې ادارې د مالوماتو له مخې،د جاپان او سنګاپور پاسپورټونه تر ټولو بااعتباره پېژندل شوي چې د دې پاسپورټونو څښتنان له ویزې پرته د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته تللی شي.
(2022 / 4 / 13 نېټه باغي تلویزیون)
بشپړ راپور
د هېنلي په نوم یوې ادارې د اعلان له مخې، د افغانستان پاسپورټ په نړۍ کې تر ټولو بېاعتباره پاسپورټ ګڼل شوی دی.
دغه اداره هر کال په نړۍ کې د پاسپورټونو د اعتبار کچه معلوموي.
افغان پاسپورټ چې په ۲۰۲۰ کال کې د عراق، سوريې او پاکستاني پاسپورټونو په پرتله ډېر د اعتبار وړ و، اوس د دې نوملړ په سر کې ځای لري.
د یادې ادارې د مالوماتو له مخې،د جاپان او سنګاپور پاسپورټونه تر ټولو بااعتباره پېژندل شوي چې د دې پاسپورټونو څښتنان له ویزې پرته د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته تللی شي.
خو افغانستان پسې بیا د عراق، سوریې او پاکستان پاسپورټونه تر ټولو بېاعتباره بلل شوي دي