اسلام آباد هایی کورټ کې د سټاپ لسټ نومونو په اړه د کیس اوریدنه شوې ده

0
126

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام آباد هائي کورټ کښې د سټاپ لسټ کښې د نومونو شاملولو په اړه د اورېدنې په مهال د وزيراعظم عمران خان د احتساب لپاره د پخواني وزيراعظم صلاح کار شهزاد اکبر ويلي دي چې د ايف آئي اے نه پوښتنه وکړې نو مونږ به پخپله اډياله جيل ته لاړ شو.

د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس جسټس اطهر من الله د شهزاد اکبر او شهباز ګل په سټاپ لسټ کښې شاملولو په ضد د درخواستونو اورېدنه وکړه۔

مرزا شهزاد اکبر او شهباز ګل عدالت ته حاضر شول په داسې حال کښې چې د ايف آئي اے بااختيار افسران هم عدالت کښې حاضر شوي وو۔

ډائريکټر لا ايف آئي اے عدالت ته اوويل چې د ايف آئي اے د ډائريکټر لخوا ورته خط ترلاسه شوے وو چې پکښې وئيلي شوي وو چې ملک کښې غير معمولي حالات دي چې پکښې چيف جسټس پوښتنه کړې چې آيا مارشل لا لګولې شوې ده؟
ډايريکټر قانون وويل چې درخواست د ايف آئي اے زون اسلام اباد څخه ترلاسه شوى، دوه انکوائري رجسټر شوي دي.

جسټس اطهر من الله وويل دا يوه جدي مسله ده، ايف آئي اے په باقاعده توګه دغه عدالت ته حاضريږي، اوس کومه نوې ايف آئي اے راغلې ده؟
هغه وويل، چې محکمه به دا اجازه ورنکړي او حکومت ته به اجازه ورنه کړي چې غچ واخلي.

د درخواست کوونکو وکيل وويل، چې د محکمې حکم نه دى عملي شوى، نومونه يې لا هم په بند لېست کې شامل دي.

Leave a reply