عمران خان په قومي خزانه کې څومره ملیارده ډالر پریښي دي؟

0
118

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په ملي خزانه کې ۲۲ میلیارده ډالر پریښي دي.

د پاکستانۍ ایجنسۍ سټارټ اپ پاکستان له مخې، پخوانی لومړی وزیر عمران خان د پاکستان لومړنی لومړی وزیر دی چې ملي خزانې ته یې ۲۲ میلیارده ډالر پرېښي دي.

د اطلاعاتو او خپرونو پخواني وزیر فرخ حبیب په خپل ټویټر اکاونټ د سټارټ اپ پاکستان نیوز سکرین شاټ شریک کړې دې.
فرخ خبیب په خپل ټوېټ کې ویلي چې دا د عمران خان د غوره کارکردګۍ یوه ښه بېلګه ده.

ياده دې وي چې د وزيراعظم عمران خان په ضد قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحريک کامياب شو چې له هغې وروستو هغه د ملک وزيراعظم پاتې نه شو او په دې وخت کې هغه د ملک لمړی وزيراعظم شو چې د بې باورۍ له لرې کړل شو.

Leave a reply