د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په لومړي ځل د دې هېواد د پوځ پر ضد څرګندونې کړې دي

0
103

عمران خان څلور ورځې وړاندې وروسته له هغه له واک لېرې شو چې اپوزیسیون ګوندونو یې په قامي اسمبلۍ کې پر ضد د ‘نه باور رایه’ ورکړه.

د پاکستان پارلمان له نوموړي وروسته د مسلم لیګ ګوند غړی شهباز شریف د دې هېواد لومړی وزیر اعلان کړ.

(2022 / 4 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

نوموړي ویلي، چې  يوازې ولس د خپلې ازادۍ او جمهوريت ساتنه کولی شي، پوځ يا بهرنی ځواک په دې برخه کې مرسته نه‌شي کولی.

عمران خان په خپله ټوېټرپاڼه یو ځل بیا د خپل حکومت نسکورېدل لويه دسيسه وبلله او د سملاسي ټاکنو غوښتنه يې وکړه.

ټاکل شوې عمران خان نن چهارشنبې په پېښور کې د خپلو پلویانو په منځ کې یوې جلسې ته وینا وکړي.

Leave a reply