پوتین ویلي چې موخو ته تر رسېدو به مو پر اوکراین بریدونه دوام لري
پوتین ویلي چې موخو ته تر رسېدو به مو پر اوکراین بریدونه دوام لري
پوتین بیا وایي چې دوی د خپل امنیت لپاره په دې اقدام لاس پورې کړی دی. پر اوکراین د روسیې د برید تر میاشتې ډېره موده کېږي چې په دې موده کې اوکراین ته درانه مالي او ځاني تلفات اوښتي او تر څنګ یې روسیه هم د نړیوالو له سختو بندیزونو سره مخ شوې ده.
(2022 / 4 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیه وایي د خپلو موخو ترلاسه کولو پورې به یې اوکراین کې عملیات روان وي. د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی په اوکراین کې د خپل پلان مطابق عملیاتو ته ادامه ورکوي.
د پوتین په وینا دوی به تر هغه عملیاتو ته ادامه ورکوي چې خپلې موخې ترلاسه کړې نه وي. بهرنۍ رسنۍ وايي سره له دې چې روسیې له کېف شاتګ کړی دی او درانه تلفات ور اوښتي دي خو بیا هم په اوکراین کې پر جګړه د پوتین ټینګار د اندېښنې وړ دی.