پوتین له پاکستان څخه د افغانستان په تړاو د همکارۍ غوښتنه کړې ده

0
187

پوتین له پاکستان څخه د افغانستان په تړاو د همکارۍ غوښتنه کړې ده

پوتین همدا راز ویلي چې د پاکستان او روسیې ترمنځ باید د افغانستان په تړاو همکاري موجوده وي خو دا یې مشخصه کړې نه ده چې څه ډول همکاري. هغه ټینګار کړی چې په سیمه کې باید د ترهګرو پر وړاندې هم ګډه مبارزه وشي.

 

(2022 / 4 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د راپورونو له مخې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د پاکستان نوي لومړي وزیر ته مبارکي ورکړې او تمه یې ښوودلې چې هغه وکړی شي له روسیې سره خپلې نږدې اړیکې وساتي.

پوتین همدا راز ویلي چې د پاکستان او روسیې ترمنځ باید د افغانستان په تړاو همکاري موجوده وي خو دا یې مشخصه کړې نه ده چې څه ډول همکاري. هغه ټینګار کړی چې په سیمه کې باید د ترهګرو پر وړاندې هم ګډه مبارزه وشي.

پوتین داسې مهال د پاکستان نوي لومړي وزیر ته مبارکي وایي چې ویل کېږي پخوانی لومړی وزیر عمران خان له پوتین سره د نږدې اړیکو لرلو له امله له دندې ګوښه کړل شوی دی.

Leave a reply