د پاکستاني نوي ټاکل شوي وزیراعظم شهباز شریف د پخواني وزیراعظم میا نواز شریف او اسحاق ډار په اړه مهمه پریکړه اعلان کړې ده

0
107

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د پخواني وزيراعظم نواز شريف او د خزانې پخواني وزير اسحاق ډار د پاسپورټونو نوي کولو احکامات جاري کړي دي۔

د نوازشريف او اسحاق ډار د پاسپورټونو موده ختمه شوې وه او د پي ټي آئي حکومت د پاسپورټونو د تجديد عمل بند کړی وو.

خو اوس د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پخواني لومړي وزیر نواز شریف او د خزانې د پخواني وزیر اسحاق ډار د پاسپورټونو د نوي کولو امر صادر کړی دی.
دسرچينو له مخې وزيراعظم داخله وزارت ته د پاسپورټ نوي کولو احکامات جاري کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې په لندن کې د پاکستان عالي کمېشنرۍ ته هم د نواز شریف او اسحاق ډار د پاسپورټ د نوي کولو لارښوونه شوې ده.

Leave a reply