د پاکستان فوځ سرلښکر په مشرۍ کې مهمه غونډه شوې ده

0
155

باغي ټي وي رپورټ
د آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه په مشرۍ کښې د فارميشن کمانډرز کانفرنس شوې چې پکښې د قامي سلامتيا او د قامي سلامتيا چيلنجونو په اړه بريفنګ ورکړے شو۔

د انټر سروسز پبلک ریلیشنز (آئی ایس پی آر) لخوا جاري شوي یو بیان له مخې د کانفرنس برخه والو ته د روایتي او غیر روایتي ګواښونو سره د مقابلې په اړه بریفنګ ورکړل شو.

د آئي اېس پي آر له مخې فورم د ادارې او ټولنې ترمېنځه د تقسیم او نفرت پیدا کولو د كمپاين نوټس واخستل شو۔ دپوځ کمانډرانو دريځ خپل کړى چې ددغه پروپيگنډې مقصد دټولنې اؤ ادارې ترمينځ واټن پيدا کول دي، د فوځ سرلښکر او نور ګډون کوونکو اوویل چې مونږ ته دپاکستان ملي امنيت تر ټولو مهم او لومړې دى.د فارمیشن کمانډرانو کانفرنس کښې دا دریځ خپل کړل شو چې د پاکستان پوځ به تل د ریاستي ادارو تر څنګ ولاړ وي.
د تشکیلاتو قوماندانانو د اساسي قانون او قانون د حاکمیت لپاره د نظامي رهبرۍ پر پرېکړو بشپړ باور څرګند کړ او د قانون د حاکمیت لپاره یې د نظامي رهبرۍ د غوره پرېکړو ملاتړ وکړو. په دې موقع دپوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي چې دپاك پوځ په خپلو ذمه واريو خبر دي او په هرډول داخلي او خارجي خطرونو كښې به د پاكستان دفاع كوي۔

د فارمیشن د کمانډرانو تر ټولو مهمه غونډه کې د پاکستان د پوځ لخوا واضح پیغام ورکړل شو چې پوځ به د اساسي قانون او قانون پابند وي، هر څه چې کیږي، پوځ به هیڅکله د ملي امنیت سره جوړجاړی ونه کړي.
دپوځ سرلښکر د چيلنجونو سره دمقابلې د ميکانيزم ستائنه وکړه اؤ دتنظيم په عملياتي تيارۍ يې داطمينان څرګندونه وکړه.

Leave a reply