بې پولې خبریالانو سازمان پر م،م غږ کړی چې د افغان خبریالانو لا ډېر ملاتړ وکړي

بې پولې خبریالانو سازمان پر م،م غږ کړی چې د افغان خبریالانو لا ډېر ملاتړ وکړي
د بې پولې خبريالانو د سازمان دا ګام تر هغې وروسته دی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) تازه پر رسنيو د محدوديتونو د لګولو په تړاو خپلې اندېښنې د ا.ا له چارواکو سره شريکې کړې.
(2022 / 4 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بې پولې خبریالانو سازمان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریجاد بنت ته ليک استولی او په دغه هيواد کې يې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د بې پولې خبریالانو د نړیوال ملاتړ څانګې مسوول انتوان برنارد ویلي چې نړیوال وضعیت باید افغانستان ته د توجه اړولو م خه ونه نیسي.
هغه زیاته کړې چې دوی د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت څخه غوښتي څو په افغانستان کې ازادو خبریالانو ته هر اړخیز ملاتړ راجلب کړي.