د اقتصادي پرمختګ لپاره د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ کې مهمه غونډه شوې

باغی ټي وی رپورټ
د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ کښې د اقتصاد پوهانو غونډه شوې چې پکښې د ملک په موجوده کړکېچن اقتصادي صورتحال باندې تفصيلي غور شوې دې.
په دې مهمه غونډه کې د قامي اقتصادي کونسل جوړولو فيصله هم شوې۔
د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف په غونډه كښې د اقتصاد پوهانو ته هدايات وكړل چې په عاجله توګه تجويزونه تيار كړي چې پاکستان ددې اقتصادي بحران څخه اوباسي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه وړاندیزونه به د کرنې، صنعت، پانګونې او بانکدارۍ په برخو کې د نظرونو په رڼا کې ترتیب شي.






