پاکستان کې سیاسي بدلون، پاکستاني روپۍ په مقابله کې ډالر نور هم راټیټ شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
امريکايي ډالر د روپۍ په مقابل کې خپل ارزښت نور هم کم کړې دې، نن د کاروبار په پای کې د ډالر ارزښت ٩١ پيسې نور هم راټيټ شوې دې.
د پاکستان سټیټ بینک په وینا، ډالر په انټربینک فارن ایکسچینج کې په 182.02 روپۍ وو.
ياده دې وي چې د اپرېل له اوومې نېټې راهيسې په انټربينک بازار کې د ډالر ارزښت شپږ روپۍ ته را ښکته شوی دی.
بل لوري نن په ازاد بازار کې ډالر د 1.50 روپو را ټیډیدو سره 183.50 روپۍ ته راټيټ شوي دي.