د شهباز شریف ځوي د خپل پلار د شخصیت او شیروانۍ ستاینه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د نوي ټاکل شوي لومړي وزیر شهباز شریف زوی سلیمان شهباز د خپل پلار د اڅکن(شیروانۍ) په اړه تبصره کړې ده.
د وزيراعظم د سوګند پورته كولو دستوره تيره ورځ په ايوان صدر كښې وشوه چې پکښې قائم مقام صدر او د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني له شهباز شريف نه سوګند واخستو.
د سوګند پورته کولو په مراسمو کې د شهباز شریف اڅکن هم د بحث موضوع وه.خو اوس د هغه زوی سلیمان شریف د خپل پلار د شیروانۍ په اړه خپل نظر څرګند کړی دی.
سلیمان شریف د خپل پلار شهباز شریف سینګار شوی عکس د شریکولو پر مهال لیکلي چې چې شهباز شریف د تل په څېر ښه کالي اغوستي دي.
وروسته، سلیمان شریف د پخواني لومړي وزیر عمران خان او شهباز شریف د سوګند پورته کولو عکس ریټویټ کړې دې.
Who wore it better ? The much talked about Sherwani pic.twitter.com/ZBUvYmvRql
— Abubakar Umer (@abubakarumer) April 11, 2022






