افغانستان بانک خبر ورکړی چې؛ په غیر قانوني ډول د صرافي او پولي خدمتونه بند دي

0
309

د بانک ویاند صابر مومند وايي، له هغو کسانو سره به قانوني چلن وشي چې تر دې وروسته هم د خپلو صرافۍ او پولي خدمتونو لپاره قانوني جواز و نه لري.
هغه دغه راز پر هېوادوالو غږ وکړ چې د خپلو پیسو د خوندیتوب لپاره دې له غیر قانوني ادرسونو او صرافیو ډډه وکړي.

(2022 / 4 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د افغانستان بانک خبر ورکوي چې که څوک په غیر قانوني ډول د صرافۍ او پولي خدمتونه مخ ته وړي نو د فعالیت لپاره دې قانوني جواز واخلي.
د افغانستان بانک وايي، د جواز اخستلو لپاره دې دغه بانک ته ورشي.

Leave a reply