پاکستاني قوم ته به ډیر زر د اقتصادي پرمختګ په اړه ښه زیرې ورکړو: د پاکستان سټیټ بینک ګورنر بیان

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان سټیټ بینک ګورنر رضا باقر وايي، د پاکستان د اقتصاد شاخصونه قوي دي او ډېر زر به د اقتصاد په اړه خلقو ته ښه خبر ورکړي.
له امريکايي مجلې بلومبرګ سره په مرکه کې رضا باقر ويلي، چې له IMF سره د ماليې وزارت او SBP اړيکې ټينګې دي، د تېلو او برېښنا د بيو د لوړولو لپاره د IMF د حکمونو پيروي ستونزمنه وه.
رضا باقر وويل دسياسي حالاتو په صورت کې په سختو پريکړو کولو کې ځنډ راځي خو هيله ده چې دغه ځنډ به ډير زر ختم شي او مونږ به د ائي ايم ايف سره به دراتلونکي معاهدې په اړه د بشپړيدو ښه خبر هم اعلان کړو
هغه وويل چې په ډيموکراسۍ کې دا ډول سياسي پروسې ترسره کيږي نو دا مهمه ده چې اقتصادي پاليسۍ جوړونکي د مالي ثبات هدف یقیني کړي، له همدې امله د پاکستان سټیټ بینک د سود نرخ لوړولو پریکړه وکړه.
ګورنر وویل چې روپۍ او سټاک مارکیټ په اړه ښې اشارې مخې ته راغلي ، د پاکستان د اقتصاد شاخصونه هم قوي دي، د سود نرخونو کې د زیاتوالي باوجود د اقتصاد وده په 4 فیصده اندازه کې ده.






