د پاکستان سیاسي صورت حال، په سټاک ایکسچینج کې ډیر مثبت لوړوالۍ راغلې دې

0
161

باغی ټي وي رپورټ
په هیواد کې د سیاسي حالاتو له امله پیل شوې اقتصادي بحران اوس تر ډیره حده کم شوی دی او د وزیراعظم عمران خان په ضد د عدم اعتماد د تحریک د کامیابۍ وروستو د پاکستان په سټاک ایکسچینج کې ډیر مثبت لوړوالې راغلې دې. د پاکستان سټاک ایکسچینج کې نن د کاروبار له پیل راهیسې مثبت رجحان لیدل شوی او په یوه وخت کې د۱۰۰ انډیکس کې د ۱۶۰۰ پوائنټونو زیاتوالی راغلی دی کوم چې یو ډیر مثبت او ښه بدلون دې.

د 100 انډیکس له 3.61٪ څخه ډیر لوړ شوی او بازار 46000 پوائنټونو ته رسیدلی او د 500 ملیون ونډو سوداګري هم شوي ده.بل خوا په انټربینک مارکیټ کې د ډالر ارزښت ۱.۹۸ روپۍ نور هم ټیټ شو چې له دې وروسته ډالر ۱۸۳ روپۍ ته را ښکته شوې دې.

Leave a reply