شاهد خاقان عباسي یو مهم موضوع طرف ته اشاره کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم لیګ ن مشر شاهد خاقان عباسي د ۲۰۲۳ کال تر اګست پورې د حکومت د چلولو اشاره کړې دې.
د جيو نيوز پروګرام شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې د مسلم ليګ نون مشر شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې مونږ پي ټي آئي د حکومت څخه بهر کړو او هغوي له اسمبلۍ نه ووتل او وتښتيدل، زه د وخت نه مخکې انتخاباتو په حق کښې وم خو اوس فکر کوم چې اسمبلۍ ته به دوام ورکړل شی او د اګست تر 2023 پورې به خپله موده بشپړه کړي.
هغه وويل چې اوس چې مونږ بودجه ورکوو نو مونږ به يې پلي کوو هم . هغه اوویل چې که پي ټي ايي په خپلو خالي څوکيو انتخابات ونه کړي نو په دې څوکیو په نور امیدوار په ټاکنو کې برخه واخلي.
ده ووئيل وزارت زما ترجيح نه ده په داسې حال كښې چې زه فكر كوم چې نيب دې ختم كړے شي٬ ما اورېدلي دي چې عارف علوي د غاښونو درد لري٬ برش يې نه دې كړې۔
شاهد خاقان عباسي ویلي چې انتقام به نه اخلو خو د تېر حکومت فساد به افشا کوو او بیا به قانوني خپله لاره خپله کړو.





