د عمران خان په کراچۍ کې د غونډې تاریخ سمدستي بدل کړې شو
باغی ټي وي رپورټ
پخواني وزيراعظم عمران خان د وزيراعظمۍ د څوکۍ نه فارغيدو وروستو د ملک په بيلا بيلو ښارونو کې د غونډو لړۍ پيل کړې ده.
عمران خان سبا په پېښور کې د جلسې اعلان کړی خو اوس د پي ټي ايي لخوا په ناڅاپي ډول د کراچۍ د جلسې نېټه بدله کړې شوې ده.
د پي ټي ايي له مخې د ګوند مشر عمران خان به اوس د اپرېل د ۱۷مې پر ځای په ۱۶م اپرېل په کراچۍ کې يوې جلسې ته وينا کوي.
تر دې وړاندې د پي ټي آئي مشر اسد عمر په ټويټ کښې کارکنانو ته د مزار قائد د جلسې خبر ورکړے وو چې پکښې هغه د جلسې نيټه د اپريل 17 ښودلې وه.
کراچی تیار ہو جاو…. خان آ رہا ہے….. اتوار 17 اپریل مزار قائد…. انشاءاللہ پاکستان دیکھے گا کراچی اپنے لیڈر عمران خان کے ساتھ ایک خوددار خودمختار پاکستان کے لئے کھڑا ہے
— Asad Umar (@Asad_Umar) April 11, 2022