څوک دې عمران خان ته اووایی چې شهباز شریف شیرواني اغوستې ده: حنا پرویز بهټ

0
163

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ نون غړې حنا پرويز بهټ د پخواني وزيراعظم عمران خان په ضد ټکونه کړي دي.

حنا پروېز بهټ په خپل ټويټر اکاونټ د نوي منتخب وزيراعظم شهباز شريف يو عکس شريک کړی چې پکې هغه د وزيراعظم په توګه د سوګند پورته کولو دپاره د سېنېټ چیرمین صادق سنجراني سره په څنګ کې ولاړ دې.

په دې موقع ميا شهباز شريف خپله نوې دوديزه توره شيرواني هم اغوستې وه.
د حنا پرویز د عکس په کیپشن کې لیکل شوي، چې یو څوک نیازي (عمران خان) ته ووایي چې شهباز شریف اڅکن (شیروانی) اغوستی ده.

ياده دې وي چې پخواني وزيراعظم عمران خان د خپل خلاف د عدم اعتماد د تحريک تر برياليتوب وروسته ويلي وو چې شهباز شريف ته به په دومره اسانۍ د اڅکن(شیروانۍ) د اغوستو موقع ورنکړي.

Leave a reply