اسوشټېدپرس ویلي چې افغانستان کې د داعش بریدونه کم؛ خو پاکستان کې ډیر شوي دي 

0
218

 اسوشټېدپرس ویلي چې افغانستان کې د داعش بریدونه کم؛ خو پاکستان کې ډیر شوي دي 

د پاکستان د سولې مطالعاتو د موسسې مشر عامر رانا ویلي چې د تېر کال په پرتله په پاکستان کې د داعش د ترهګریزو بریدونو شمېر زیات شوی دی. د هغه په ​​وینا، داعش ډلې د مارچ میاشتې پورې په پاکستان کې ۵۲ بریدونه کړي، په داسې حال کې چې دا شمېرې تېر کال ۳۵ بریدونه وو. په دغو بریدونو کې ۱۵۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

(2022 / 4  / 12  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اسوشیټډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې افغانستان کې د داعش خراسان ډلې فعالیتونه کم؛ خو پاکستان کې د دې ډلې بریدونه زیات شوي دي.

اسوشیټیډپرېس د ننګرهار او کرښې ته نږدې د پاکستان د قبایلو سیمو په اړه په یوه راپور کې ویلي چې د داعش خراسان څانګه له یوې یاغي ډلې څخه په بشپړ توګه په یوه ترهګریز سازمان بدله شوې چې پر کومې سیمې کنټرول نه لري.

د راپور له مخې، د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د داعش د ترهګریزو بریدونو د ډېروالي نښې لیدل کېږي؛ چېرته دغه ډله شیعه وګړي په نښه کوي.

په ورته مهال دغه راپور کې همداراز راغلي چې د داعش ډلې د یوه ځانمرګي په برید کې څه باندې ۶۰ لمونځ کوونکي ووژل شول.

د پاکستان د سولې مطالعاتو د موسسې مشر عامر رانا ویلي چې د تېر کال په پرتله په پاکستان کې د داعش د ترهګریزو بریدونو شمېر زیات شوی دی. د هغه په ​​وینا، داعش ډلې د مارچ میاشتې پورې په پاکستان کې ۵۲ بریدونه کړي، په داسې حال کې چې دا شمېرې تېر کال ۳۵ بریدونه وو. په دغو بریدونو کې ۱۵۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اسوشیټېډپرېس زیاته کړه چی د پاکستان په پرتله افغانستان کی د داعش ډلې بریدونه کم شوي دي. له څنګه چې په ۲۰۱۹ کې دغه ډله وتوانېده چې په ننګرهار کې یو‌شمېر سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي او په ګاونډي ولایت کنړ کې هم خپل نفوذ پراخ کړي.

یو‌شمېر شنونکي په دې باور دي چې د افغانستان د ختیځو سیمو په کلیو کې د اسلامي امارت نفوذ او له جوماتونو او دیني مدرسو سره یې پراخې اړیکې لامل شوي چې د داعش د فعالیتونو لپاره ځای محدود کړي. د اسلامي امارت د استخباراتو رییس هم اسوشیټېډپرېس ته ویلي چې داعش په منظمه توګه د افغانستان په ختیځ کې شتون نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا یو‌شمېر لوړپوړو پوځي چارواکو ویلي، له هغه وخت راهیسې چې امریکا له افغانستان څخه وتلې، د داعش په اړه د دغه هېواد د معلوماتو راټولولو وړتیا راکمه شوې ده.

د امریکا د مرکزي قومنداني یا (سنټکام) قومندان فرانک کینت مک‌کنزي هم خبرداری ورکړی و چې په راتلونکي دوبي کې به په افغانستان کې د داعش فعالیتونه زیات شي.

نوموړي د امریکا د سنا جرګې د وسله‌والو ځواکونو په کمېټې کې ویلي و چې افغانستان کې سرپرست حکومت د داعش ډلې د له منځه وړلو هڅو کې ماته خوري او د دې شونتیا شته چې د دوبي په رانږدې کېدو سره په دغه هېواد کې د داعش ډلې بریدونه زیات شي.

Leave a reply