د پخوانۍ وزیراعظم نواز شریف لور مریم نواز ډیر وخت پس وزیراعظم هاوس ته راغلې

0
153

باغی ټي وي رپورټ
د شهباز شریف د ۲۳ م وزیراعظم په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د مسلم لیګ (ن) مشرې او د پخواني وزیراعظم میا محمد نواز شریف لور مریم نواز د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره د وزیراعظم ماڼۍ ته ورغلې.

د مريم نواز سياسي سيکريټري ذيشان ملک په ټويټر يوه ويډيو شريکه کړې چې پکې وزيراعظم هاوس ته د مريم نواز او حمزه شهباز د راتګ خبر ورکړی دی.

په ويډيو کې مريم نواز د خپل خاوند کيپټن (ر) صفدر او حمزه شهباز سره وزيراعظم هاؤس ته راتلل ليدل کيږي.باید وویل شي، چې شهباز شریف پرون له ملي اسامبلې څخه د ۱۷۴ رایو په ترلاسه کولو سره د پاکستان ۲۳م لومړی وزیر وټاکل شو.

Leave a reply