کابل ښاروالي وايي چې د توکو د نرخونو کنترول پۀ اړه یې هڅې دوام لري 

0
92

کابل ښاروالي وايي چې د توکو د نرخونو کنترول پۀ اړه یې هڅې دوام لري 

کابل کې پر نرخونو د ښاروالۍ څارن دوام لري. کابل ښاروالۍ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د کابل ښار په بېلو برخو کې د نرخونو د کنټرول کمیسیون خپل فعالیتونه پيل کړي او په دې برخه کې هر اړخیزه څارنه دوام کوي.

 

(2022 / 4 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

سرچینه وایي دوی به د احتکار او نرخونو کې د خپلسرۍ مخه نیسي او چا ته به اجازه ور نه کړي چې له ټاکلو نرخونو هاخوا پلور او پېر ولري. د کابل ښاروالۍ پر سوداګرو غږ کړی چې نرخنامې مراعات کړي او د روژې په مبارکه میاشت کې له خپلو هېوادوالو سره له انصاف کار واخلي.

دغه ادارې په وروستیو ورځو کې د کابل ښار په بېلو برخو کې ځینې هټۍ او سوپر مارکېټونه هم د نرخونو د لوړوالي له امله تړلي دي.

Leave a reply