ایران افغانستان کې د خپل سفارت او قونسلګریو د ساتنې غوښتنه کړې ده

ایران افغانستان کې د خپل سفارت او قونسلګریو د ساتنې غوښتنه کړې ده
پرون په کابل، خوست او هرات کې د ایران ضد لاریونونه وشول او د افغان کډوالو پر وړاندې ددغه هېواد پر چلند سختې نیوکې وشوې.
پارېدلو لاریونوالو په هرات کې د ایران پر قونسلګرۍ د کاڼو ګزارونه هم وکړل او له ایران یې وغوښتل چې خپل غیر انساني چلند ته نور د پای ټکی کېږدي.
(2022 / 4 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران په افغانستان کې د خپل سفارت او قونسلګریو د ساتنې غوښتنه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په هېواد کې د ایران ضد سختو لاریونونو وېرولی او وایي افغان حکومت دې د دوی د سفارت او قونسلګریو امنیت تامین کړي. د
ایراني چارواکو په خبره ددې احتمال شته چې ځینې کړۍ له فرصت په استفادې دوی ته خطرونه جوړ کړي، نو له همدې امله د خپلو ديپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د ساتنې غوښتنه کوي.