پۀ ښارونو کې خلک د توکو د نرخونو لۀ لوړوالي شکایت کوي 

0
202

پۀ ښارونو کې خلک د توکو د نرخونو لۀ لوړوالي شکایت کوي 

د کابل ښاریانو په خبره سره له دې چې په هېواد کې بېکاري ډېره شوې، د خلکو معاشونه کم شوي، خو له دې هر څه سره د بیو لوړېدل به ولس ته ګران تمام شي. د کابل له شاوخوا ولایتونو هم اوسېدونکي وايي چې له بده مرغه د خوارکي توکو بیې لوړې شوې دي.

 

(2022 / 4 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کابل او ولایتونو کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو اندېښنې پارولې دي. د کابل او ځینو ولایتونو ښاریان وایي چې د روژې مبارکې میاشتې په را رسېدو د خوراکي توکو په بیو کې زیاتوالی راغلی دی.

د کابل ښاریانو په خبره سره له دې چې په هېواد کې بېکاري ډېره شوې، د خلکو معاشونه کم شوي، خو له دې هر څه سره د بیو لوړېدل به ولس ته ګران تمام شي. د کابل له شاوخوا ولایتونو هم اوسېدونکي وايي چې له بده مرغه د خوارکي توکو بیې لوړې شوې دي.

دوی ادعا کوي چې د روژې په پیلېدو سره د ځینو توکو په بیو کې آن لس سلنه زیاتوالی راغلی دی. بلخوا افغان چارواکي بیا وایي چې دوی د نرخونو د کنټرول په لټه کې دي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.

Leave a reply