مودي په وزیراعظم جوړیدو شهباز شریف ته مبارکي ورکړې ده

0
203

باغی ټي وي رپورټ
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي شهباز شریف ته د پاکستان د لومړي وزیر په توګه ټاکل کېدو باندې مبارکي ویلې ده.

نریندرا مودي په خپل ټویټ کې ویلي چې شهباز شریف ته د پاکستان د لومړي وزیر په توګه د ټاکل کیدو مبارکي وایي.
هغه زیاته کړه چې هند په سیمه کې سوله او ثبات غواړي او غواړي چې دا د ترهګرۍ څخه پاک د یوې سیمې به توګه اوګوري ترڅو مونږ وکولای شو خپلو پرمختیایي ننګونو ته پام وکړو او د خپلو خلقو د هوساینې او د خوشحالیو لپاره ښه کار وکړو. ياده دې وي چې شهباز شريف د هېواد د ٢٣م وزيراعظم په توګه ټاکل شوى وزیراعظم دې او د ترکيې ولسمشر تر ټولو مخکې ورته ټليفون کړى او مبارکي يې ورکړې ده.

Leave a reply