شهباز شریف د پاکستان د لومړي وزیر په توګه سوګند پورته کړو

0
152

باغی ټي وي رپورټ
نوي ټاکل شوي وزيراعظم شهباز شريف د خپلې څوکۍ سوګند پورته کړو.

په ايوان صدر کې ديو لړ مراسمو په ترڅ کې سرپرست صدر صادق سنجراني نوي منتخب وزيراعظم شهباز شريف ته سوګند پورته کړو.

په دې موقع د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو، د پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان او پخوانې وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني هم موجود وو۔

ياده دې وي چې د قومي اسمبلۍ په نننۍ غونډه کې شهباز شريف د قائد ایوان په ټاکنو کې ١٧٤ رايې ترلاسه کړې وې.

ياده دي وي چي صدر مملکت عارف علوي ناروغه شوے وو او ډاکټرانو د صدر مملکت تر معاينې وروسته ورته د څو ورځو د استراحت مشوره ورکړې ده۔
د صدر ډاكټر عارف علوي د بيمارۍ او لنډې رخصتۍ وروستو د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د سرپرست صدر ذمه واري په غاړه اخستې ده۔

Leave a reply