بلاول بهټو زرداري د بهرنیو چارو وزیر په توګه د ټاکنې امکان دې

0
73

باغی ټي وي رپورټ
سرچينې وائي چې پيپلز پارټۍ به د سينيټ څخه شيري رحمان او يا مصطفی نواز کھوکھر ته وزارت ورکوي.

سرچينې زياته کړې چې د بهرنيو چارو وزارت لپاره د بلاول بهټو زرداري نوم او د شازيه مري پر نوم هم د بهرنيو چارو وزارت لپاره غور روان دى.

د جمعیت علمای اسلام (JUI) د بلوچستان یا خیبر پښتونخوا د ګورنر د چوکۍ غوښتنه کړې ده.

دسرچينو له مخې دپيپلز ګوند څخه دپنجاب گورنر اؤ ايم کيو ايم څخه د سندهـ گورنر اخستل کيدى شي اؤ ملک احمد خان اؤ عطاء تارڑ ته صلاحکاران ټاکل کيږي.

دسرچينو ترمخه دقومي اسمبلۍ سپيکر چوکۍ لپاره دنويد قمر په نوم غور روان دى او دسينيټ چيئرمېن صادق سنجراني لرې کولو هم غور روان دى.

Leave a reply