اندونیزیا زندان کې د اورلګېدنې له امله ۴۱ کسان وژل شوي

اندونیزیا زندان کې د اورلګېدنې له امله ۴۱ کسان وژل شوي
اورلګېدنه د برېښنا د شارتۍ له امله رامنځ ته شوې ده. په وژل شوو کې ځینې بهرني وګړي هم شامل دي.
(2021 / 9 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
د راپورونو له مخې دغه اورلګېدنه په پلازمینه جاکاراتا کې په یوه لوی زندان کې رامنځ ته شوې چې اکثریت زندانیان یې د ترهګریزو کړنو او نشه يي توکو د قاچاق په جرم بندیان دي. سرچینه وایي چې په پېښه کې اتیا کسه ټپیان هم دي چې د شاوخوا لسو کسانو روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی. د اندونیزیا حکومت ویلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي خو لومړني معلومات ښيي چې اورلګېدنه د برېښنا د شارتۍ له امله رامنځ ته شوې ده. په وژل شوو کې ځینې بهرني وګړي هم شامل دي.






