د شهباز شریف په مرکزي کابینه کې به څومره وزیران شامل وي؟
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په ۲۳ م نوي منتخب وزیراعظم شهباز شریف د وفاقي کابینې جوړولو لپاره د اتحادیې سره سلا مشورې پیل کړي دي.
سرچينې وائي په وفاقي کابينه کې به دمسلم ليگ(ن) څخه 12 اؤ پيپلز پارټۍ څخه 7 وزيران، دجي يو آئي څخه څلور، ايم کيو ايم دوه، بي اين پي مينگل او اے اين پي څخه يو يو وزير شامل وي.
سرچينې دا هم وئيلي دي چې قامي وطن پارټۍ اؤ بلوچستان عوامي پارټۍ ته به هم يو يو وزارت ورکول کيږي اؤ ددغه ترڅنګ محسن داوړ، اسلم بهوتاني اؤ طارق بشير چيمه هم په وفاقي کابينه کې شاملولو امکان دى.
دسرچينو له مخې دپاکستان مسلم ليگ(ن) چې کومو غړو ته به وزارتونه ورکړل شي په هغو کې خواجه اصف، سعد رفيق، خرم دستګير، احسن اقبال او مريم اورنگزيب، شائستہ پرويز ملک او رانا ثناءالله هم په کابينه کې دګډون امکان لري.دسرچينو ترمخه په سينيټ کې دسينيټر اعظم نذير تارړ نوم په نوم هم غور روان دې.