د پاکستان نوی وزیراعظم ټاکنې څخه پس د چین حکومت بیان مخې ته راغلې دې

0
37

باغی ټي وي رپورټ
نن د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د پاکستان نوې او ۲۳م وزیراعظم وټاکل شول، نوي وزیراعظم شهباز شریف په اړه د چین هیواد حکومتي بیان هم خپور شوې دې.
شهباز شریف د پاکستان د ٢٣ لومړی وزیر په توګه ټاکل شوی او لږ وخت وړاندې ی چین سره د سیپیک په پروژو کې یې د سپورټ اعلان کړی وو

هغه ویلی وو چې د چین سره دوستی ی د تل پاتې وخت لپاره ده او تر آخره پورې به دوام وکړی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت څخه دا بیان خپور شوې چې په پاکستان کې چې د هر چا حکومت وی نو د چین به ورسره اړیکې ښې او پیاوړې وي.
اوس چین د لومړی وزیر په توګه د هغه ټاکنې ته هم جواب ورکړی دی. په پاکستان کې د چین د سفارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوی چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلی ، که هر څومره په پاکستان کې سیاسی وضعیت بدل شی ، چین به د پاکستان په وړاندې د خپل بې دوامه دوستانه سیاست سره ودریږي او پاکستان سره به ښې پیاوړې اړیکو ته دوام ورکړي. وياند ووئيل مونږ باور لرو چې د پاكستان په سياسي صورتحال كښې بدلون به د چين او پاكستان په اړيكو په مجموعي حالت باندې كومه اغيزه ونه كړي۔

Leave a reply