د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان دصوبایی حکومت څخه مننه کړې
باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی په ټولنیزو رسنیو یو خبر خپور کړې , په خبر کې ی د ټول صوبایی حکومت غړیو څخه مننه کړې چې په دوی ی د باور څرګندونه کړې ده .
په خبر کې وزیر اعلی محمود خان وایی چې زه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د ټولو غړو مننه کوم چې په ما یی پوره باور وکړو. هغه وابی چې د اعتماد کولو تاریخي رایه په عمران خان د اعتماد څرګندونه ده.
محمود خان وایی چې خیبر پښتونخوا د نوي پاکستان په حق کې فیصله وکړه.
د یادونې ده چې په صوبایی اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشرانو هم د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په ضد د ناباورې قرارداد واپس واخستو .