هرات ولایت کې د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې بېرته خپل فعالیت پیل کړی
هرات ولایت کې د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې بېرته خپل فعالیت پیل کړی
د هرات ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه نرګس هاشمي د دې خونې د مدیره پلاوي د پېژندنې مراسمو کې د وینا پرمهال وویل چې هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله د لوېدیځ زون سوداګرو مېرمنو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.
(2022 / 4 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي چې دوی له ډېرو هڅو وروسته بریالي شو چې د ښځو فعالیتونو په برخه کې د اسلامي امارت، سوداګرو او د یوشمېر هېوادونو ملاتړ راجلب او خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.
د هرات ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه نرګس هاشمي د دې خونې د مدیره پلاوي د پېژندنې مراسمو کې د وینا پرمهال وویل چې هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله د لوېدیځ زون سوداګرو مېرمنو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.
د هغې په وینا، دوی په دغه ولایت کې د ښځینه سوداګرو د بیافعالیت لپاره راوړاندې شوي او توانېدلي چې په رسمي توګه د سوداګرو ښځو کارونه پیل کړي.
مېرمن هاشمي زیاتوي چې د هرات د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونه کې شاوخوا ۱۰۰مېرمنې غړیتوب لري او اوس د وچې مېوې او زعفرانو د بستهبندۍ د لاسي صنایعو د تولید په برخه کې پر کار بوختې دي.
د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه زیاتوي چې دوی هڅه کوي، څو ښځو ته په کور دننه او بهر کې د سوداګرۍ زمینه برابره کړي او وکولای شي چې د هېواد د اقتصاد په وده کې رغنده رول ولوبوي.