میدان وردګ ـ چاودنې درې ماشومان ټپیان کړي

میدان وردګ ـ چاودنې درې ماشومان ټپیان کړي
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد زرک ځیرک وایي، د پېښې له ځایه دوه ټپيان ولایتي روغتون ته راوړل شوي او موږ د عاجلې درملنې په موخه ایمرجنسي روغتون ته استولي دي.
( 2022 / 4 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د میدان وردګو ولایت، د جلرېز ولسوالۍ په تکانې سیمه کې د اګایس سرګلولې چاودنې له امله دوه ماشومان، چې یو لس کلن او بل ۸ کلن دی، ټپیان دي.
د جلرېز ولسوال قاري صبغت الله نافذ پېښه تاییدوي او وایي، چاودنه پرون غرمه مهال رامنځته شوېده.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد زرک ځیرک وایي، د پېښې له ځایه دوه ټپيان ولایتي روغتون ته راوړل شوي او موږ د عاجلې درملنې په موخه ایمرجنسي روغتون ته استولي دي.






