نن د نوي لومړي وزیر ټاکنه کیږي

0
127

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان پر ضد د عدم اعتماد د تحريک تر بريالي کېدو وروسته به نن په قومي اسمبلۍ کې د دغه هېواد د نوي لومړي وزير لپاره ټاکنې کېږي.
اپوزيشن ګوندونو مشر شهباز شريف او د پي ټي آئي له لوري د وزيراعظم څوکۍ لپاره شاه محمود قريشي امیدوار نومولې دې۔
د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ د پي ټي آئي اعتراضونه رد کړي او د وزيراعظم څوکۍ لپاره د شهباز شريف د نامزدګۍ کاغذونه ی منظور کړي دي او د شاه محمود د نامزدګۍ کاغذونه ی هم منظور کړي دي.
د عمران خان په ضد د عدم اعتماد د تحريک د کاميابۍ وروستو به نن د قامي اسمبلۍ د نوي مشر انتخاب کيږي.

د قومي اسمبلۍ غونډه به نن ماسپښين دوه بجې پېل كېږي، غونډې ايجنډا هم جاري كړې شوې ده، له دې وړاندې شهباز شريف د وزیراعظم څوکۍ لپاره د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړې دی.
ياده دې وي چې د خالي په ورځ قامي اسمبلۍ کې د وزيراعظم عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريک کامياب شوی وو چې پکې هغه نور د ملک وزيراعظم نه دی پاتې شوی او په دغه مهال د ملک لمړی وزيراعظم شو چې د بې باورۍ له لارې لرې شي.

Leave a reply