میدان وردګ؛ امر بالمعروف: سیرت او صورت پۀ محمدي طریقه برابر کړئ

ښاغلي ناصح وويل د اسلامي نظام کارکونکي بايد په بشپړه اسلامي عقیده، اخلاقو او روحيه باندې سمبال وي
ده وړاندې وويل د ادارو ټول کارکونکي دې خپلې چارې په حسنه طريقه پر مخ يو سي، د مراجعينو د پوره درناوی وکړي، او قومي تعصب چې يوه بده پديده ده، په بشپړ ډول د ترې ځان وساتي.
(2022 / 4 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
دمیدان وردګ ولایت د امر باالمعروف او نهې عن المنکر ریاست مسولین وايي، د ټولو ادارو کارکونکي دې خپلې دندې په اخلاص او ايماندارۍ تر سره کړي.
دغه خبرې د یاد ولایت د امرباالمعروف او نهې عن المنکر ريس مولوي محمد عالم ناصح د دغه ولایت د مستوفیت کارکونکو سره په ليدنه کې وکړې.
ښاغلي ناصح وويل د اسلامي نظام کارکونکي بايد په بشپړه اسلامي عقیده، اخلاقو او روحيه باندې سمبال وي
ده وړاندې وويل د ادارو ټول کارکونکي دې خپلې چارې په حسنه طريقه پر مخ يو سي، د مراجعينو د پوره درناوی وکړي، او قومي تعصب چې يوه بده پديده ده، په بشپړ ډول د ترې ځان وساتي.
ده له مامورينو و غوښتل تر څو خپل سيرت او بصيرت په اسلامي طريقه برابر کړي.