يوې چينايي کمپنۍ؛ افغانستان کې د انرژۍ برخه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

0
76

يوې چينايي کمپنۍ؛ افغانستان کې د انرژۍ برخه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

د انرژۍ سرپرست وزير افغانستان کې د پانګونې لپاره د دې چينايي کمپنۍ د چمتووالي هرکلی کړی او ويلي يې دي چې د امنيت په ټينګيدو سره اوسمهال په ټول افغانستان کې د پانګونې زمينه برابره شوې ده.

 

(2022 / 4 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاور چاينا په نوم يوې چينايي کمپنۍ د افغانستان د انرژۍ په سکتور کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده. د پاور چاينا شرکت چارواکو کابل کې د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزير ملا عبدالطيف منصور سره په کتنه کې ويلي، چمتو دي چې افغانستان کې د انرژۍ د توليد په برخه کې پانګونه وکړي.

د انرژۍ سرپرست وزير افغانستان کې د پانګونې لپاره د دې چينايي کمپنۍ د چمتووالي هرکلی کړی او ويلي يې دي چې د امنيت په ټينګيدو سره اوسمهال په ټول افغانستان کې د پانګونې زمينه برابره شوې ده.

دواړو لورو هوکړه کړې چې په دې برخه کې موافقې ته تر رسيدو پورې به ورته ليدنو کتنو ته ادامه ورکوي.

Leave a reply