میدان وردګ ـ مال لرونکو ته کنجاړه و وېشل شوه

0
71

میدان وردګ ـ مال لرونکو ته کنجاړه و وېشل شوه

د کرنې ریاست مسوولین، وایي، دغه مرسته په دریو نورو ولسوالیو کې هم ترسره کېږي، چې ډېره ګټوره او پر ځای ده، وایي، سږکال د سختې وچکالۍ له امله حيواناتو ته مناسب خواړه او څړځایونه نه شته؛ نو مال لرونکو ته د دغه او ورته توکو توزیع اړینه ده.

(2022 / 4 / 11    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ميدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست په رهبرۍ د دغه ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې د F.A.O همکارې موسسي په مالي ملاتړ له Stars غيردولتي موسسې سره په همغږۍ په ١٥٠٠ تنو بي وزلو مال لرونکو، چي سروې یې مخکې له مخکې ترسره شوې وه، هر کس ته ٢٠٠ کيلو ګرامه د حيواناتو خوراکه (کنجاړه) ووېشله.

Leave a reply