فڼلنډ او سویډن لۀ ناټو سره یو ځای کېږي 

0
87

فڼلنډ او سویډن لۀ ناټو سره یو ځای کېږي 

بلخوا غربي رسنۍ دا تحلیل کوي چې ګواکي پر اوکراین د روسیې برید د پوتین ستره تېروتنه وه، ځکه د ناټو د اتحاد او لا پياوړتیا سبب شوه. ویل کېږي چې ځینې نور هېوادونه هم ښايي له ناټو سره یو ځای شي، ځکه وېره لري چې یوازې پاتې کېدل به یې د اوکراین په برخلیک اخته کړي.

(2022 / 4 / 11  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

فنلنډ او سویډن له ناټو سازمان سره یو ځای کېږي.

غربي رسنۍ وايي وروسته له هغه چې روسیې پر اوکراین برید وکړ، تازه فنلنډ او سویډن پرېکړه کړې چې له ناټو سره یو ځای شي او ددغه ستر نظامي تړون غړیتوب واخلي. امریکايي چارواکو هم رسنیو ته دغه خبر تایید کړی دی او وايي دا به د ناټو سازمان نور هم پیاوړی او پراخ کړي.

Leave a reply