ښايي شهباز شریف د پاکستان نوی لومړی وزیر وټاکل شي 

0
151

ښايي شهباز شریف د پاکستان نوی لومړی وزیر وټاکل شي 

څنګ یې محمود قریشي هم ددغه څوکۍ نوماند دی خو د بریا چانس یې کم دی. د پاکستان په لنډ تاریخ کې تر دې دمه هېڅ لومړي وزیر خپله پنځه کلنه دوره نه ده پوره کړې او هر یو په یوه پلمه د مخالفینو له لوري له دندې ګوښه شوي دي.

 

(2022 / 4 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ښايي شهباز شریف د پاکستان نوی لومړی وزیر شي. په پاکستان کې د سیاسي کړکېچ په دوام ددغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان له دندې ګوښه کړل شو او نن به پارلمان ددغه هېواد نوي لومړي وزیر ته رایه ورکوي.

رسنیو وړاندوینه کړې چې ښایي شهباز شریف وکړی شي د پارلمان ډېرې رایې خپلې کړي او ددغه هېواد لومړی وزیر شي.

تر څنګ یې محمود قریشي هم ددغه څوکۍ نوماند دی خو د بریا چانس یې کم دی. د پاکستان په لنډ تاریخ کې تر دې دمه هېڅ لومړي وزیر خپله پنځه کلنه دوره نه ده پوره کړې او هر یو په یوه پلمه د مخالفینو له لوري له دندې ګوښه شوي دي.

عمران خان هم د هغو کسانو له ډلې وو، چې څلور کاله پر واک پاتې شو او دوره یې د اعتماد رایې په بېرته اخیستو ختمه شوه.

Leave a reply