افغانستان کې د زعفرانو پۀ پلور کې کابو ۳۰ سلنه کموالی راغلی 

0
169

افغانستان کې د زعفرانو پۀ پلور کې کابو ۳۰ سلنه کموالی راغلی 

سوداګر وایي د بازار د ورکېدو اصلي لامل یې هم دا دی چې بهرنیو هېوادونو ته په صادراتو کې له ستونزو سره مخ دي. د دوی په خبره تېر کال یې شاوخوا ۲۸ هېوادونو ته صادرات لرل چې روان کال په هوایي ترانسپورت کې د ستونزو او بندیزونو له امله دغه هېوادونو ته د دوی صادرات په ټپه درېدلي دي.

 

(2022 / 4 / 11  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د زعفرانو په پلور کې له ۲۰ تر ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی. افغان سوداګر وایي د امریکا د بندیزونو او نورو ستونزو له امله د افغان زعفرانو بازار خراب شوی دی.

دوی وايي روان کال یې د تېر کال په پرتله د زعفرانو په پلور کې له ۲۰ تر ۳۰ سلنې کموالی راغلی دی او ددغه مهم سوداګریز نبات بیې هم لوړې شوې دي.

سوداګر وایي د بازار د ورکېدو اصلي لامل یې هم دا دی چې بهرنیو هېوادونو ته په صادراتو کې له ستونزو سره مخ دي. د دوی په خبره تېر کال یې شاوخوا ۲۸ هېوادونو ته صادرات لرل چې روان کال په هوایي ترانسپورت کې د ستونزو او بندیزونو له امله دغه هېوادونو ته د دوی صادرات په ټپه درېدلي دي.

افغان سوداګر پر افغان حکومت غږ کوي چې ژر تر ژره دې هوايي دهلیزونه فعال کړي څو ددغه مهم نبات سوداګري پراخه شي. د افغانستان زعفران د نړۍ په کچه لومړی مقام لري چې بازار یې ګرم دی، خو دمګړی یې صادرات پيکه دي.

Leave a reply