ملګرو ملتونو یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي 

ملګرو ملتونو یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي 

لاینز تر هغه وروسته دا اندېښنې له افغان لوري سره شریکې کړې چې کابل ته یې تر راتګ څو ورځې وړاندې له غربي هېوادونو سره افغانستان کې د زده کړو په تېره د نجونو د زده کړو پر وضعیت خبرې کړې وې.

 

(2022 / 4 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له افغان حکومت غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز په وروستیو ورځو کې له ګڼو افغان چارواکو سره کتلي او د نړیوالې ټولنې اندېښنې یې ورسره شریکې کړې دي.

نوموړې پر افغان حکومت یو ځل بیا غږ کړی چې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي او پرېږدي چې دوی کار او زده کړو ته ادامه ورکړي.

لاینز تر هغه وروسته دا اندېښنې له افغان لوري سره شریکې کړې چې کابل ته یې تر راتګ څو ورځې وړاندې له غربي هېوادونو سره افغانستان کې د زده کړو په تېره د نجونو د زده کړو پر وضعیت خبرې کړې وې.

یادو هېوادونو ټینګار کړی و، چې باید ښوونځي پرانیستل شي او دا یې هم ویلي وو، چې له دې وروسته یې له افغانستان سره هر ډول مرستې د نوي حکومت په چلند پورې تړلې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

有道下载

WPS Office

有道下载

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram电脑版